ملګري ملتونه: افغانستان په نړۍ کې د ښځو د حقونو په برخه کې له ډیري سختې ننګونې سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اعلان کړی چې، د طالبانو د بیا واک ته رسیدو سره ، د ښځو او نجونو ټولې لاسته راوړنې له منځه تللي او افغانستان اوس د ښځو د حقونو په برخه کې د نړۍ په سطحه کې تر ټولو جدي بحران سره مخ شوی .


د ملګرو ملتونو په راپور کې د افغانو ښځو او نجونو زړورتیا، او مقاومت د محدودیتونو په وړاندې ستایل شوی او هغوی «الهام‌بخښونکي» بلل شوې دي.

راپور زیاتوي، څلور کاله وړاندې یوه افغانه ښځه کولای شوه د ولسمشرۍ لپاره ځان نومانده کړي، لوړې زده کړې وکړي او ورزش ته لاړه شي. خو د طالبانو د بیا واک ته رسیدو سره سم، د ښځو ټول اساسي او بشري حقونه ترې اخیستل شوي دي.


سره له دې ټولو محدودیتونو، افغانې ښځې لا هم هڅه کوي چې د بشري مرستو ، او ژورنالیزم په برخو کې د کار کولو لارې پیدا کړي.


د ملګرو ملتونو د ښځو لپاره ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن ویلي «ملګري ملتونه د افغان ښځو د رهبرۍ او مقاومت لپاره پانګونه کوي. موږ د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره د هغوی تر څنګ ولاړ یو، ترڅو دا زمینه برابره کړو چې د هغوی غږ واورېدل شي.»


ملګري ملتونه وایي، دوی به د افغانو مېرمنو تر څنګ پاتې شي څو هغوی وتوانېږي خپل تاریخ د خپلې خوښې سره سم ولیکي او رهبري یې کړي.

پیعام