د ښځو د حقونو فعالانو د اماراتو له چارواکو سره د افغان ښځو د ملاتړ په موخه لیدنه وکړه

د ښځو د حقونو یو شمېر فعلانو او سیاسي څیرې د عربی اماراتو له چارواکو سره په لیدنه کې د افغان ښځو او نجونو د سیاسي او عملي ملاتړ غوښتنه وکړه.


د "د افغانستان لپاره د ښځو ټولنه" په وینا، چې دا لیدنه یې په خپل ایکس پاڼه کې اعلان کړې، چې ښځې په افغانستان کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي، په ځانګړې ډول د زده‌کړې، روغتیایي خدماتو، 

سیاسي ګډون او کار کولو په برخو کې.

په دې لیدنه کې ،چې د اماراتو ځانګړي استازي د

افغانستان لپاره او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره ترسره شوې، فاطمه ګیلاني، نبیله مصلح او اصیلا وردک غوښتنه کړې چې د افغان ښځو قانوني غوښتنې دې د طالبانو حکومت سره په دیپلوماتیکو خبرو کې شاملې شي. 

فعالانې ټينګار وکړ چې د سيمې هېوادونو، د اماراتو په ګډون، پاليسۍ بايد د افغان ښځو د غوښتنو پر بنسټ جوړې شي. هغوی همدارنګه د نجونو د زده‌کړې، د ښځو د کار حق او د سولې په بهير کې د دوی ګډون پر حق ټينګار وکړ.


دا لیدنه په داسې حال کې ترسره شوه چې د طالبانو حکومت د ښځو پر ضد له ۸۰ څخه زيات محدودوونکي فرمانونه صادر کړي دي. د دغو محدوديتونو له امله ميليونونه نجونې له زده‌کړې بې‌ برخې شوې دي او ښځې له خپلو اساسي حقونو لکه کار، سفر، تفريح ځايونو له تګ څخه محرومې شوي دي.

پیعام