
هلمند کې یو پلار خپله ٦ کلنه لور د پیسو په بدل کې۴۵ کلن سړی ته د درېیمې میرمنې په توګه په نکاح ورکړه
د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې یو پلار خپله شپږ کلنه لور د ډیرو پیسو په بدل کې یو ٤٥ کلن سړي ته د درېیمې میرمنې په توګه په نکاح ورکړې، د طالبانو خبریدو وروسته یاد شخص نیول شوی.
په رسنیو کې د خپرول شوي راپورنو له مخې ویل شوي چې په عکس کې ولاړه ماشومه یاد شوي شخص ته په نکاح کې ورکړل شوې ده.
د طالبانو د امربالمعروف نکاح فسخه کړې او ویلي یې دي چې تر څو دا ماشومه ١٥ کلنه شوې نه وي نکاح ورسره نشي کولي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د بیا واک ته رسیدو سره د کم عمره ماشومانو ودول زیاتې شوي، علتونه یې اقتصادي ستونزې، بې سوادي او د نجونو په مخ د زدکړو د دروازې تړل بلل کیږي.