
په ارزګان ولایت کې یوه پلار خپله لور د نا مشروع اړیکو د لرلو په تور وژلې
په ارزګان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي چې یوه سړي خپله لور او ورسره یو هلک د نامشروع اړیکو د لرلو په تور وژلي.
د ارزګان ولایت د طالبانو د قومندانۍ ویاند بلال ارزګاني ویلي چې دا پیښه د جمعې په ورځ د چنګاښ په ٢٠ مه نیټه په چهارجینو ولسوالۍ د ساخر په سیمه کې شوې.
نوموړي ویلي چې د سیمې امنیتي مسؤلین د پیښې ځاي ته ځان رسولي او د پیښې په تړاو تورن کسان نیول شوي.
د ارزګان ولایت د طالبانو قومندانۍ ویاند د پیښې په اړه جزئیات نه ديل ورکړي.
د یادونې ده چې د واده نه پرته د نجلۍ او هلک اړیکې نامشروع بلل کیږي ډیرې نجونې د دې ډول اړیکو د لرلو په خاطر وژل شوې چې ورته ناموسي وژنې وایي.
دا ډول پیښې د طالبانو د حکومت د واک ته رسیدو سره ډیرې شوي.
رواني ناروغۍ، خپل منځي دښمنۍ، جبري ودونه، کورنۍ تاوتریخوالی، بیکاري او بې وزلۍ د دا ډول پیښو علتونه بلل کیږي.