د طالبانو استخبارات له ښځو څخه ناوړه استفاده کوي!

‏مېرمن ميډيا د طالبانو د استخباراتو د مرکزي رياست اړوند له اوپراتيفي معاونيت څخه دغه مکتوب ترلاسه کړی چې پکې دغه معاونيت ټولو ولايتي رياستونو ته امر کړی چې په ټولو برخو کې د مخالفينو د نښه کولو په موخه دې د ښځينه کارکوونکو څخه استفاده وکړي.


په مکتوب کې راغلي: « د اوپراتيفي معاونيت د مجلس د پرېکړې پر اساس ښځينه اوپراتيفي منبع چې د دښمن د کړنو په تثبيت کې يې مهم رول لوبولی دی، د استخباراتو مرکزي اوپراتيفي او ولايتي ادارو ته هدايت ورکول کېږي چې په هره برخه کې د ښځينه منابعو د جذب او استخدام کچه لوړه کړي.»


مېرمن ميډيا له خپلو سرچينو مالومات ترلاسه کړي چې د طالبانو استخبارات د ښځينه وو څخه په استفادې شکمن مخالف کسان بلک ميل کوي، وروسته ترې پيسې اخلي او په زور ترې بېلابېل اقرارونه اخلي.


د سرچينو د مالوماتو له مخې د طالبانو استخبارات همدا راز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست سره په ګډه په هر ولايت کې لسګونه خپل ملاتړې ښځې د دې لپاره ګمارلي چې پر فېسبوک د ياد ولايت فعالو خلکو ته ميسيجونه وکړي او د طالبانو د حکومت پر وړاندې د هغوی حساسيت مالوم کړي.


سرچينې وايي چې دغه فېسبوکي فعالانې بيا د فعالو کسانو غږونه، عکسونه او نور چې په شخصي توګه يې دوی ته ورلېږلي د طالبانو سره شريکوي او طالبان بيا اړوند کسان نيسي او سزا ورکوي.


د طالبانو د استخباراتو سره کارکوونکي ښځې اکثره د طالبانو د کورنيو سره تړلي ښځې دي او ځينې مېرمنې د معاش يا ځينو نورو مجبوریتونو له وجې ور سره کار کوي.

پیعام