
طالب وسله والو په ننګرهار کې يوه نجلۍ تښتولې
په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د مقام وسله والو
ساتونکو د بهسود ولسوالۍ یوولسمې ویالې سیمې اتحاد مینې څخه یوه انجلۍ له خپل کور څخه په زور ایستلې او له ځان سره یې وړې او د وړلو علت یې نه دی ویل شوی.
د سیمې څخه سرچینې رسنیو ته ویلي چې د نجلۍ پلار بندي او ورور یې د مقاومت له امله د طالبانو لخوا وهل شوی.
د سرچینې له مخې ویل کیږي چې ځایي خلکو د بهسودو ولسوالۍ مقام مخې ته اعتراض کړی و چې اعتراض کوونکو سره د ستونزي حل ژمنه شوې.