افغانستان ته د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ پر راتګ د اسلامي امارت له خوا بندیز لګول شوی

 افغانستان ته د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ پر راتګ د اسلامي امارت له خوا بندیز لګول شوی، چې له کبله یې د بشري حقونو ځینې سازمانونو اندیښنې ښودلې.



دغو سازمانونو ادعا کړې، چې د اسلامي امارت په دې اقدام سره به ښځې نورې هم د کور په کونجونو کې ایسارې شي او وبه نه شي کولی چې نړیوالو ته خپل غږ ورسوي.



دا په داسې حال کېده، چې طالبانو ځینو خصوصي رسنیو ته په دې اړوند ویلي چې د ریچارد بېنیټ په راتګ مو ځکه بندیز لګولی چې د هغه کار "د افغانستان پر ضد تبلیغات" دي.


ښاغلي مجاهد ور زیاته کړې چې: د افغانستان پر ضد تبلیغات د بېنیټ دنده ده، او نوموړی هغه کس دی چې د کلمې څخه مقاله جوړوي ترڅو ورڅخه پروپاګندا جوړه شي.


د فرانسې خبري آژانس هم دا خبر تایید کړی او ویلي یې دي چې: څو میاشتې کیږي چې ریچارد بېنیټ له لګول شوي بندیز څخه خبر دی.


په ورته وخت کې په دې پرېکړې سره د هغو ښځو او انجونو اندېښنې نورې هم زیاتې شوې چې له دندې او زده کړو څخه محرومي دي.


په دې تړاو د کابل ښار د ځینو پوهنتونونو د بېلابېلو پوهنځیو د محصیلنو له خوا اندېښنې ښودل شوي دي.


د کابل ښار یوې اوسېدونکې ویلي: امارت ځکه داسې اقدام کړی، ځکه چې دوی نه غواړي چې د بشري حقونو سازمانونه او نړیواله ټولنه د هغو ظلمونو او پرېکړو څخه خبر شي چې دوی یې د ښځو پر وړاندې ترسره کوي.


ځینې نورې ښځې بیا دا ادعا کوي: چې سربېره پر دې اقدام د افغانستان د ننه داسې پېښې او اقدامونه ترسره کیږي چې نه ترې نړیوال خبر دي او نه هم رسنۍ دا حق لري چې خپرې یې کړي.



ریچارد بېنټ تل په خپلو راپورونو کې ویلي چې: طالبان تر زیاته حده پورې جنسیتي توپیر پالنه عملي کوي، خو طالبانو بیا په وار وار سره دغو تورنه بې ځایه بللي دي.



له بلې خوا د بشري حقونو ځینو سازمانونو ویلي چې کوم اقدامات چې د امارت له خوا ترسره کیږي بدل به یې ټول وګړي ورکوي.


شهرزاد اکبر چې د بشري حقونو د روادارۍ په نوم د یو سازمان مشره ده وایي: که اسلامي امارت ورته کړنو ته دوام ورکړي نو دا په یو ډول د نړیوالو غوښتنو ته نه ویل دي چې پایله به یې د افغانستان په خیر نه وي او له کبله به یې افغانستان د نړیوالو څخه هېر شي.



په دې اړه د ملګرو ملتونو د ویاند ستیفان دوجاریک له خوا د رد یا تایید په هکله څه نه دي ویل شوي، خو نوموړي زیاته کړې چې ښاغلی بېنیټ د نړیوالو اړیکو په ټینګښت کې د پام وړ شخصیت دی، او په هره برخه کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ څخه برخمن دی.


ښاغلی بېنیټ افغانستان ته په ۲۰۲۲ کې د راپورتر په توګه وټاکل شو تر څو له افغانستان څخه د بشري حقونو په برخه کې نړیوالو ته کره راپورونه جوړ کړي.


ښاغلي بېنیټ د دندې له پیل څخه تر اوسه څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي، چې هر ځل یې په خپلو راپورونو کې طالبان د ښځو پر وړاندې په تاوتریخوالي تورن کړي دي.

[18:32, 8/24/2024] Samoon: دا چې په افغانستان کې ښځې له زده کړو او دندو څخه محرومي دي نو د فرانسې هېواد په دې اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په دې وضعیت سره د افغانستان پرمختګ ناممکن دی.


فرانسې زیاته کړې چې له ټولو فشارونو څخه به کار واخلي ترڅو په دې بریالۍ شي چې په افغانستان کې حالت ښه کړي.


په دې اړه د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي، چې د افغانستان وضعیت به تر هغې عادي حالت ته را ونه ګرځي، تر څو چې په دې هېواد کې ښځې خپل ټول حقونه ترلاسه نه کړي. 


له بلې خوا د دې بیانیې په یوه برخه د ۲۵۹۳ د پرېکړه لیک په تړاو راغلي: چې طالبانو خپلې ژمني ترشا پرېښې او ورځ تر بلې په خپل تاوتریخوالي کې زیاتوالی راولي.


فرانسه په هیڅ ډول هغه پرېکړه نه منې چې طالبانو د ښځو او انجونو د زده کړو او کار په برخه کې کړې.



تر دې وړاندې د کاناډا او جرمني هېوادونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي: چې د طالبانو له حاکمیت څخه درې کاله پوره شول خو نه یوازې دا چې طالبانو د ښځو پر وړاندې ټول بشري حقونه تر پښو لاندې کړي بلکې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې یې هم له منځه وړې او د هېواد ټولې انجونې او ښځې یې په کورونو کې ایسارې کړي دي. او د امارت دا کړنې د دې لامل شوې چې د ټولنې نیمه برخه د خپلو هیلو څخه شاته پاتي شې او د راتلونکي لپاره کوم هدف ونه لري.


په دې اړه ځینو افغان ښځو هم ویلي: چې د امارت په واکمنېدو سره زموږ ټولې هیلې تر خاورو لاندې شوې او په ټولنه کې مو شتون هیڅ حسابیږي.


ځینو میرمنو بیا پر نړیوالو نیوکې کړې او ویلي یې دي: چې نړیوال سازمانونه او ټولنه هم یوازي ویناوې او لیکنې کوي او په عملي توګه زموږ د برخلیک معلولو لپاره کوم اقدام نه ترسره کوي ترڅو موږ یې په ترڅ خپل حقونه ترلاسه کړو.


د هرات ولایت یوې ښځینه محصلې ویلي: د هرې ورځ په تېرېدو سره او دا چې انجونې د کور دننه او هلکان د کوره بهر په زده کړو بوخت وینم نو پوهنتون ته د بیا تګ لپاره مې هیله کمزورې کیږي.


 


هغې زیاته کړه: موږ ټول په دې پوهېږو چې کله د ټولنې نیمه برخه بې سواده پاتې شي نو څومره ناوړه پایلې به ټولنې او د هېواد راتلونکي ته رامنځته کړي خو بیا هم د هېواد دننه او بهر ټول غلي دي او د وضعیت د ښه والي لپاره کوم اقدام نه ترسره کوي.


له بلې خوا د ریس الوزرا مرستیال مولوي کبیر بیا په یوه مرکه کې چې د یو خصوصي تلویزیون سره یې کړې ویلي یې دي: چې موږ د ښځو د کار مخه نه ده نیولې او افغانې انجونو کولی شي په دیني مدرسو کې زده کړې وکړي.


نوموړي دا هم ویلي چې اوس مهال زموږ په حکومت کې تر ۸۵ زرو زیاتې ښځې په بېلابېلو برخو کې دنده ترسره کوي.

[18:32, 8/24/2024] Samoon: د بشري حقونو د څار سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا څخه د داسې اقداماتو غوښتنه کړې چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې د اوسنیو او تېرو بشري حقونو اړوند سرغړونې وڅاري.


 دغه سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه غواړي چې په دې تړاو دې یوه یو ځواکمنه او نړیواله اداره جوړه کړي تر څو د بشري حقونو اړوند ټولې تېرې او اوسنۍ پېښې وڅېړي.



فرشته عباسي چې په نوموړي سازمان کې د آسیا د برخې څېړونکې ده وایي: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان شورا باید په راتلونکي سپتمبر کې دغه اداره اعلان کړي او نوره یې ونه ځنډوي. 



نوموړي همدارنګه په ټولو مرستندویه ټولنو غږ وکړ چې طالبانو ته دا ور یاد کړي، چې د نړیوالو پرېکړو او بشري حقونو څخه سرغړونه کوم عواقب په مخکې لري.



د زمري ۲۴مه هغه ورځ وه چې د طالبانو د واکمنېدو درې کاله پوره شول، او طالبانو دغه ورځ په زیات شور او جوش سره ولمانځله، په ورته وخت کې ټول نړیوال سازمانونه یو ځل بیا په طالبانو غږ کوي، چې په دې درې کلونو کې مو بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه مو تر پښو لاندې کړي دي.


د ټولو نیوکو په ځواب کې طالبان بیا هم دا ادعا کوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې څوک مداخله نه کوي او موږ د ښځو پر وړاندې ټول هغه احکام عملي کوو چې په اسلامي شریعت کې ورته لارښوونه شوې ده.

ستاسو نظر