طالبانو پروان کې يوه ښځه د زنا په تور په عام محضر کې په دورو وهلې ده!

د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د سلواغې ۴مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پروان ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د دوی ابتدايه محکمې يوه ښځه او يو سړی د زنا په تور د دې ولسوالۍ د ټولو طالب چارواکو او عامو وګړو د سترګو په وړاندې ۳۹- ۳۹ دورې وهلي او په ۸ - ۸ مياشتې تنفيذي بند يې محکوم کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې طالبانو دغه ښځه او سړی د سه شنبې په ورځ د سلواغې په ۲مه نېټه په دورو وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ په خوست ولايت کې هم يوه ښځه د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کې په دورو وهلې وه.

پیعام