.jpg)
د يوناما مشره نن د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې د افغانستان د وضعيت په اړه وينا کوي
په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د سياسي استازولۍ دفتر (يوناما) وايي، د يوناما مشره روزا اوتنبايوا به په نيويارک کې د ملګرو ملتونو امنيت شورا غونډې ته د افغانستان په تړاو په ځانګړي توګه د افغان ښځو د وضعيت په اړه وينا وکړي.
دغه غونډه به نن دوشنبه د کابل پرمهال د شپې پيل شي او روزا اوتنبايوا به د افغان ښځو، ماشومانو او بشري وضعيت په اړه خبرې وکړي.