
د بشري حقونو فعالانو د افغان ښځو پر حقونو او د جنسیتي اپارتاید پر ضد مبارزې ټینګار وکړ
د بشر حقونو یو شمېر فعالانو د مارچ په اتمه، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه ناسته کې د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو ناوړه وضعیت څیړلی او ټینګار یې کړی چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه یوه نړیواله وجیبه ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر په دې ناسته کې وویل چې طالبانو د سختو محدودیتونو د وضع کولو له لارې له شل میلیونه ډېرې ښځې یرغمل کړې دي. نوموړې زیاته کړه چې یاد محدودیتونه په افغانستان کې سوله، عدالت او جنسیتي برابري زیانمنوي.
د بشري حقونو فعالانو ټینګار وکړ چې طالبان باید د نړیوالې جزایي محکمې له لوري محاکمه شي، او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې طالبان دې په رسمیت نه پېژني او د ښځو د حقونو پر نقض کوونکو دې ځانګړي بندیزونه ولګوي.
دوی همداراز له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو د تعلیم او کار ملاتړ دې وکړي او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر ضد د ظلم او تبعیض په وړاندې بېتفاوت پاتې نشي.