
په ننګرهار کې يو کس خپله اميدواره مېرمن وژلې ده
سیمهییزې سرچینې وايي، د ننګرهار ولایت په گوشتې ولسوالۍ کې یو سړي خپله امیندواره ښځه خفه کړې او وژلې ده. دا پېښه د شنبې په ورځ، د کب ۱۸مه، د ماماخېل په سیمه کې رامنځته شوې ده. دا ۲۸ کلنه ښځه چې یو کال مخکې یې لومړی خاوند مړ شوی و، د خاوند ورور له خوا په زور سره دې نوي خاوند ته په نکاح شوې وه.
دې ښځې له خپل پخواني خاوند څخه دوه واړه ماشومان درلودل او نوي خاوند یې د شپې پرمهال وژلې او له سیمې څخه تښتېدلی دی. د طالبانو امنیتي چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي او د دې وژنې اصلی لامل لا معلوم نه دی.