پروانه ابراهيم خېل: د افغان ښځو د فعالې او بې وقفې مبارزې په برکت د هبت الله اخندزاده د نيولو حکم وشو!

د ښځو حقونو افغان فعاله او د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو د غورځنګ مشره پروانه ابراهيم خېل وايي، د کابل له کوڅو نيولې بيا د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې او نړيوالو سټېجونو باندې د افغان ښځو د فعالې او بې وقفې مبارزې برکت و چې نن نړيوالې جزايي محکمې د هبت الله اخندزاده او د طالبانو د قاضي القضات د نيولو حکم وکړ.

 

دا په داسې حال کې ده چې د جزا نړيوالې محکمې نن په يوه ويډيويي اعلاميه کې د ښځو د حقونو د نقض او نورو بنسټيزو انساني ارزښتونو د پايمال له وجې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او د طالبانو د سترې محکمې د رئيس عبدالحکیم حقاني د نيولو حکم وکړ.

پیعام