د ليک لوست نړيواله ورځ؛ حامد کرزي يو ځل بيا د افغان نجونو پر مخ د زده کړو پر خلاصون ټينګار وکړ!

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ليک لوست زده کړې نړيوالې ورځې په مناسبت پر خپله ايکس پاڼه تعليم د يوې ټولنې د پايښت او ښېرازۍ لپاره حیاتي وسيله بللې ده.


نوموړي يو ځل بيا د نجونو د زده کړو ښوونځيو او پوهنتونونو پر خلاصون ټينګار کړی دی او زياته کړې يې ده چې افغانستان يوازي د علم او پوهې په مټ د پرديو له احتياجه خلاصېدای شي او په نړيواله ټولنه کې ځان ته وړ ځای پيداکولی شي.


‏د ليک لوست نړيواله ورځ په څلورم ځل پر افغان نجونو په داسې حال کې راځي چې افغان نجونې او مېرمنې پرته له ديني زده کړو او مدرسې څخه نور د ټولو عصري علومو څخه محرومې دي. د نړيوالې ټولنې ترڅنګ د اسلامي نړۍ علماؤ او افغان شخصيتونو په ځلونه له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زده کړو لګېدلي بندیزونه دې ختم کړي خو طالبان د نجونو پر زده کړو بنديز اسلامي امر بولي.

پیعام