طالبانو د ننګرهار په ولایت کې یوه ښځه او درې نارینه د خلکو په مخ کې په درو وهلي

طالبانو د ننګرهار په ولایت کې یوه ښځه او درې نارینه د خلکو په مخ کې په درو وهلي


د طالبانو سترې محکمې د ننګرهار ولایت په کوزکنړ ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون څلور تنه د ۳۹ دورو په وهلو محکوم کړل. 


دې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغو کسانو ته له کوره د تیښتې او له واده بهر د جنسي اړیکو لرلو سزا ورکړل شوې ده.



د طالبانو د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د يوې ښځې او درېيو نارينه وو په درو وهلو سزا د عقرب د مياشتې په اوومه نېټه د دغې ډلې د مسوولينو او د کوزکنر ولسوالۍ د اوسېدونکو په شتون کې ترسره شوه. 


دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت په سید خېلو ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون څلور نور کسان په ۳۹ دورو وهلي ول.


دغې ډلې په تېرو دوو اوونیو کې په خوست، کابل، تخار، پروان، فاریاب او ننګرهار ولایتونو کې شاوخوا ۲۵ نارینه او ښځې د بېلابېلو جرمونو په تور په عام محضر کې په درو وهلي دي.


له کوم وخت نه چې طالبان به افغانستان کې واک ته ورسېدل نو د هیواد د ټولو نافذه قوانینو د لغوه کولو اعلان یې وکړ او تورن کسان د «اسلامي شریعت» تر نامه لاندې محاکمه کیږي.


ستاسو نظر