وجیه قریشي، هغه افغان کډواله چې د خپل پټ مئین په وژلو تورنه ده، امریکا یې سویډن ته سپاري

یوه افغانه ښځه د قتل په تور له امریکا څخه سویډن ته وسپارل شوه

نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې یوه ۲۵ کلنه افغانه مېرمنه "وجیهه قریشي" په سویډن کې د خپل پټ مئین په وژلو تورنه شوې او ټاکل شوې ده چې د محاکمې لپاره به له امریکا څخه سویډن ته وسپارل شي.

د ډیلي میل ورځپاڼې پرون سهار (جمعه، د نومبر لومړۍ) راپور ورکړ چې دغې ښځې د خپل مېړه فرید وزیري په مرسته د روان کال په مارچ میاشت کې د "عباس حمید" په نوم یو ۳۷ کلن افغان کډوال وژلی و.

د نوموړي راپور له مخې، اغلې قریشي له "عباس حمید" سره پټه اړیکه درلوده او کله چې دا اړیکه څرګنده شوه، اغلې قریشي پر عباس حمید د "جنسي تيري" تور ولګاوه، چې د سویډن د پولیسو له خوا ترې څېړنې وشوې.

د دې قضیې له څېړلو وروسته د سویډن پولیسو عباس حمید له کوم تور پرته خوشې کړ او مړی یې د مارچ په میاشت کې د استکهلم د ځنګلونو په څنډه کې په داسې حال کې وموندل شو چې ستونی یې پرې شوی و.

د جسد له موندلو څخه یوه ورځ مخکې وجیهه قریشي په سویډن کې له خپلو دوو ماشومانو سره د کور څخه وتلې او په جعلي اسنادو سره امریکا ته تلي وو.

د سویډن پولیسو ویلي چې په دې اړه یې د پام وړ شواهد موندلي او د یادو شواهدو له مخې دا په ډاګه ښکاري چې په نوموړي قتل کې د وجیهې قریشي او د هغې د خاوند فرید وزیري لاس دی.

فرید وزیري هغه کس دی چې په اروپا کې د یوه ګواښونکي کس په توګه تر څارنې لاندې دی، خو دا نه ده معلومه چې په کوم هېواد کې دی.

ستاسو نظر