هرات؛ افغان میرمنې له پارکونو منع شوي.

د طالبانو د محدودیتونو زیاتوالی؛ د هرات په ولایت کې ښځې نه شي کولای له خپلو کورنیو سره تفریح ​​ته لاړې شي

د ښځو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه ورځ په ورځ زیاتیږي. په هرات کې د طالبانو د وروستي اقدام له مخې ښځې اجازه نه لري چې په دغه ولایت کې د کورنۍ له غړو سره د تفریح ​​لپاره عامه او طبیعي ځایونو ته لاړې شي. په هرات کې ښځې وايي، د اوونۍ ټولې ورځې په کور کې ناستې وي او یوازې د جمعې په ورځ د کورنۍ له غړو سره طبیعت ته د تللو فرصت لري، خو طالبانو دا حق هم ترې اخیستی دی.

په هرات کې یو شمېر ښځې او د هغوی د کورنیو غړي وايي، په تفریحي پارکونو کې د ښځو پر حضور له بندیز وروسته دوی د ښار شاوخوا سیمو ته د "پښتنو پل او مالان پل" په ګډون نورو ځایونو ته د تفریح لپاره تلل. خو طالبانو په خپلو نویو محدودیتونو کې د کورنۍ له غړو سره تفریحي ځایونو ته د ښځو په تګ بندیز لګولی.

یو شمېر هغه کورنۍ چې د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو له پوستو څخه راستنې شوې وايي چې طالب جنګیالیو د تلاشۍ پر مهال له ښځینه مسافرو سره موټرونه درول او بېرته یې خپلو کورونو ته لېږل.

افسانه، یوه له هغو مېرمنو څخه ده، چې د طالبانو له‌خوا د کورنۍ سره تفریح ته د تګ اجازه نه وه ورکړل شوې، نوموړې چې د جمعې په ورځ له خپلې کورنۍ سره د "پل پشتون پل مالان" سیمې ته روانه وه، خو کله چې طالبانو په موټر کې ښځې ولیدې نو اجازه یې ور نه کړه. د هغې په ​​وينا، له وسله والو طالبانو څخه يوه یې د نوموړې خاوند ته ويل، چې ښځې دې سيمې ته د تګ اجازه نه لري. افسانې دا هم ویلي: «طالبانو له موږ هر څه اخیستي دي. یوازې دا د جمعې ورځ وه چې موږ د کورنۍ له غړو سره تفریح ​​ته تللو، خو طالبانو له موږ څخه دا حق هم واخیست. زه نه پوهېږم چې دوی د ښځو سره څه دښمني لري." دغه مېرمن زیاتوي: له غرمې وروسته مو چای او خواړه را سره واخیستل تر څو د پښتون او مالان پل ته لاړ شو او تفریح وکړو خو هلته د تګ اجازه رانه کړل شوه."

د هرات اوسېدونکی فیض احمد وایي: طالبانو له ښځو څخه د تفریح ​​حق هم اخیستی او حتی د کورنۍ له غړو سره د تفریح ​​لپاره د تګ اجازه نه ورکوي. د هغه په ​​وينا، کله چې يې غوښتل له خپلې مور او مېرمنې سره د تفريح لپاره له ښاره بهر ولاړ شي، د طالبانو له لوري يې مخه ونيول شوه. نوموړی زیاتوي: څو ورځې وړاندې مې مور او مېرمنې راته وویل چې زموږ روح ته صدمه رسېدلې او د یو یا دوو ساعتونو لپاره به د پښتون او مالان پل ته لاړ شو، کېدای شي ستړیا مو ختمه شي، خو موږ د طالبانو له خوا بېرته کور ته ولېږل شوو.»

ښځې له خپلو کورنیو سره د تفریح ​​له حقه بې برخې شوې دي، په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په هرات کې د طالبانو مشر د تالارونو، هوټلونو، رسټورانټونو او جوس پلورونکو مالکانو ته ویلي و چې هغه ښځې چې د دې ډلې له خوا غوښتل شوی حجاب نه مراعت کړي، باید دې ځایونو ته د تګ اجازه ورنه کړل شي.

په هرات کې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر مشر عزيزالرحمان المهاجر کسب کارانو ته ویلي، چې د نارينه او ښځو د اختلاط مخه ونيسي او د "امر بالمعروف او نهې عن المنکر" قوانین پلي کړي، ځکه د نوموړې په وينا، دا کار د دوی دیني دنده ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د ادارو له خوا درې راپورونه (یوناما، ریچارډ بینېټ او د یوناما، IOM، UN Women) خپاره شوي، چې په ټولو کې د بشري حقونو ناوړه وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه په پراخه پیمانه سرغړونې او له عامه برخو څخه د هغوی بشپړ وتل، د اندیښنې وړ موضوعوګانو په توګه څرګندې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچارډ بینېټ د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې درېیمې کمېټې ته په خپله وینا کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د ښځو له بشري حقونو پراخې سرغړونې ته په اشارې سره وویل چې د ښځو د حقونو د نه شتون په اړه د نړیوالې ټولنې له قوي او متحد غبرګون سره دغه ډله نوره هم زړوره شوې ده. هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو او جنسیت په پام کې نیولو سره د عمل جامع پلان طرح او تصویب کړي. د هغه په ​​وينا، د لاحې د عدالت د نړيوالې محکمې په ګډون بايد له ټولو نړيوالو وسيلو کار واخيستل شي، ترڅو له طالبانو سره حساب کتاب وکړي.

پیعام