کورني تاوتریخوالي؛ ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې درېیو ښځو ځان وژنه کړې ده

سیمه ییزې سرچینې وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په فاریاب او هلمند ولایتونو کې درېیو ځوانو مېرمنو د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژنه کړې ده.

د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۱۴مه، سرچینو تایید کړه، چې په لومړۍ پېښه کې د پښتونکوټ ولسوالۍ په "تخت زغن" کلي کې د عارفې په نوم یوې ۱۸ کلنې نجلۍ ځان زندۍ کړی دی.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، عارفه واده شوې وه او دا کار يې د خپل پلار په کور کې کړى دى.
په ورته وخت کې د فارياب د ګرزيوان اړوند د "قلعه شاهان" په کلي کې د ګل‌افزار په نوم يوې بلې ٢٢ کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې ده.
سرچینې زیاتوي، چې ګل‌افزار هم واده کړی و او د زهرجنو توکو په خوړلو یې ځان وژنې کړې

له بلې خوا سرچينو د هلمند ولايت په مارجې ولسوالۍ کې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د يوې ٢٤ کلنې نجلۍ د ځان وژنې خبر ورکړى دى.
د دغو درېيو ښځو د ځان وژنې لامل کورنۍ تاوتريخوالى بلل شوى دى.

دا په داسې حال کې چې طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته کورني تاوتریخوالي زیات شوي او ورسره د ځوانو نجونو د ځان وژنې شمېر هم زیات شوی دی.

پیعام