هلمند کې یوه مېرمن د چړو په ګوزارونو وژل شوې او وړه ماشومه یې ټپي شوې

په هلمند کې ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې نامعلومو کسانو يوه مېرمن په چاقو سره وژلې او درې کلنه لور يې ټپي کړې ده.
د چنګاښ په ۳مه، یوې سرچینې تایید کړه، چې دا پېښه دوه ورځې وړاندې د ګرشک ولسوالۍ په «سید تاجدار آغای» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، تراوسه د يادې مېرمنې هويت او دا چې د چا له خوا او د کوم لامل له امله وژل شوې نه دي معلوم.
د هلمند ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
په دې وروستیو کې په هلمند کې د ښځو د وژنې پېښې زیاتې شوي دي.
څو ورځې وړاندې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې یوه سړي د خپل ورور مېرمن له هغه وروسته په ډزو ووژله چې له مېړه یې د تنخوا غوښتنه کوله.

پیعام