طالبان: ښځو ته د ښځو غږ اورېدل هم حرام دي

طالبانو د ښځې د غږ له اورېدو څخه ښځې منع کړې دي


د ټلګراف ورځپاڼې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د سرپرست خالد حنفي له قوله لیکلي چې نوموړې ډله به ښځې د نورو ښځو د غږ له اوریدو منع کوي.


نوموړې ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د عقرب په ۷مه لیکلي، چې امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وزیر دغه څرګندونې په یوه غږیز فایل کې کړې دي.


حنفي په دغه غږیز فایل کې ویلي: "کله چې یوه بالغه ښځه لمونځ کوي او بله ښځه تیریږي، هغه باید په لوړ غږ لمونځ ونه کړي چې دا بله ښځه یې واوري." نو دوی ته به بیا څنګه اجازه ورکول کیږي چې سندرې ووایي کله چې دوی حتی د لمانځه په وخت کې د [یو بل] د غږ اورېدلو اجازه نه لري او د غږ اورېدل یې محرم نه دي"


نوموړي زیاته کړې چې دغه قوانین به هېواد پر ټولو اتباعو باندې تطبیق شي. او ویلي یې دي چې د پاک رب نصرت به زموږ سره مل وي.


په ورته وخت کې یو شمېر ښځو ادعا کړې چې ورځ تر بلې د نویو او سختو قوانینو په وضع کولو سره د دوی ژوند ډېر سخت او له ستونزو سره مخ شوی.



په کابل کې یوې افغانې ښځې ویلي: « د طالبانو له خوا هر قانون زموږ لپاره یو ډول رواني شکنجه ده. په افغانستان کې د ښځو لپاره ژوند ډېر دردونکی دی. موږ هېرې شوې یو او له همدې امله دوی موږ تر فشار لاندې راولي.»


دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طالبانو ښځو ته امر کړی و چې خپل مخونه دې پټ کړي ترڅو "د نورو د لالهاندۍ مخه ونیسي" او د غیر محرم نارینه په حضور کې دې له خبرو کولو ډډه وکړي.


سربېره پردې، طالبانو افغان مېرمنو ته دا امر هم کړی چې حتی په خپلو کورونو کې په لوړ غږ خبرې مه کوئ ترڅو غږ مو بهر وا نه ورېدل شي.


نوموړي ډلې ښځو ته یادونه کړې چې د سرغړونې په صورت کې به زنداني شي. 


د پخواني رژیم یوه کارمند ویلي: "نړۍ موږ پرېښودو او طالبانو ته یې وسپارلو نو زموږ د اوسني وضعیت لامل د لویدیځ د سیاستونو پایله ده.»


له نوموړي راپور څخه داسې برېښي چې د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده له خوا د زیاتو بندیزونه په رامنځته کولو د دوی خپل منځ کې هم ځینې اختلافونه رامنځته شوي. 


دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د معتدلې ډلې یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې د دې ډلې د مشر مخه باید ونیول شي.


دغه چارواکي، چې نوم یې په راپور کې نه دی یاد شوی، زیاته کړې: "د طالبانو تر منځ معتدله ډله دې ته اندېښمنه ده، چې که چېرې مخالفین راڅرګند شي، نو خلک به ګډوډ کړي او لویدیځ به بیا پر موږ بمباري وکړي."


باید وویل شي، چې تر دې مخکې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست هم ویلي و، چې د ښځو له خولې د «الحمدلله و سبحان الله» اورېدل هم ناروا دي.


سره له دې چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد پر اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې سخت بندیزونه لګولي دي، خو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د قوانینو له تصویب وروسته دغه محدودیتونه نور هم پراخه شوي دي.


پیعام