د بښنې نړیوال سازمان د هغو فرمانونو د سمدستي لغوه کولو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي

د بښنې نړیوال سازمان د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو د بې ساري محدودیتونو په غبرګون کې، د هغو فرمانونو او محدودیتونو د سمدستي لغوه کولو غوښتنه وکړه چې د ښځو حقونه ردوي. د بشري حقونو نوموړی سازمان وايي، د طالبانو له لور پر ښځو وضع شوي محدودیتونه او قوانین د دې لامل شوي چې د ښځو ژوند له سختیو او ستونزو سره مخ شي.

د بښنې نړیوال سازمان دغه پیغام د هغو څرګندونو په تړاو پرون چهارشنبه خپور کړ چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د سرپرست وزیر له لورې وړاندې شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست وزیر خالد حنفي ویلي وو چې یوه بالغه ښځه حتی اجازه نه لري چې بلې ښځې ته د لمانځه پر مهال «الحمدلله او سبحان الله» ووایي، سندرې ویل خو ډېره لرې خبره ده.

نوموړي زیاته کړې وه: "کله چې ښځو ته د تکبیر ویلو او د اذان کولو اجازه نشته نو سندرې خو په هیڅ صورت نه شي ویلئ."

د بښنې نړیوال سازمان په ایکس چینل له لارې په یوه پیغام کې لیکلي چې "په افغانستان کې ښځې او نجونې له سختو او مخ په زیاتېدونکو بریدونو سره مخ دي چې د دوی د ژوند ټول اړخونه اغېزمن کوي."

د بشري حقونو دغه سازمان د طالبانو له رژیم څخه غوښتي چې سمدستي ټول هغه فرمانونه او محدودیتونه لغوه کړي چې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون د افغان ښځو لپاره وضعیت ستونزمن کړی دی. د دې قانون ۱۷مه ماده د ښځو غږ «عورت» ګڼي. همدارنګه د دې قانون له مخې ښځې حق نه لري چې له "شرعي محرم" پرته بهر ووځي، او د ښځو بشپړ پوښل په نوموړي قانون کې لازمي دي.

نوموړی قانون له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخامخ شو. یوناما ویلي چې دا قانون له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو مخه نیسي. خو طالب چارواکي وايي چې د قانون د پلي کېدو په برخه کې به د نړيوالو فشارونو تر بار لاندې را نه شي او هیڅ بهرنی سازمان او هېواد د افغانستان په کورنيو چارو کې د لاسوهنې حق نه لري

ستاسو نظر