ملاله یوسفزی وایي افغانستان کې دې جنسیتي آپارتاید په رسمیت وپیژندل شي
له بریتانیا څخه ملالې یوسفزۍ غوښتې چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني
د سولې په برخه کې د نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د برتانیا د پارلمان له غړو سره په لیدنه کې ویلي، چې طالبان باید د افغان ښځو پر وړاندې د دوی د جنایتونو حساب ورکړي. هغې د دغه هېواد له پارلمان او حکومت څخه وغوښتل چې په افغانستان کې جنسیتي توپیر په رسمیت وپېژني.
آغلې ملالې پرون چهارشنبه په اکس کې لیکلي چې هغې له یو شمېر افغان ښځینه فعالانو او د بریتانیا د پارلمان له یو شمېر غړو سره لیدنه درلوده.
د بشري حقونو فعالانو د بشريت پر ضد د جرمونو د نوي کنوانسیون د تصویب لپاره کمپاین پیل کړی چې د روم له اساسي قانون څخه جلا دی. دوی هیله لري چې په نوي کنوانسیون کې جنسیتي توپیر جرم وګڼل شي، کوم چې اوس مهال، په نړیوال سیسټم کې د جرم په توګه نه دی تعریف شوی.
ملاله یو له هغو نړیوالو شخصیتونو څخه ده چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر د پېژندلو لپاره کار کوي. د ملګرو ملتونو د نوي راپور له مخې، اوسني نظام اکثره افغان مېرمنې عامه ځایونو ته له لاسرسي څخه بې برخې کړي، دوی په ټولنه کې د امنیت احساس نه لري او د طالبانو د حکومت پر مهال نه شي کولای خپل حقونه ترلاسه کړي.
آغلې ملالې زیاته کړه: "ما د برتانیا په وزیرانو او پارلماني غړو غږ وکړ چې د طالبانو رژیم په هغه ډول په رسمیت وپېژنئ لکه څنګه چې دی، دوی باید د هغه جنسیتي توپیر حساب ورکړي چې له افغان ښځو او نجونو سره یې ترسره کوي."
ملالې یوسفزۍ دا هم ویلي چې دوی تمه لري چې په نوموړې برخه کې ځانګړي اقدامات ترسره کړي.
په دې وروستیو کې د نړۍ له شلو څخه زیاتو هېوادونو په لاهه کې د عدالت له نړیوالې محکمې څخه غوښتنه کړې چې طالبان محاکمه کړي. دغو هېوادونو ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو کړنې د انسانیت ضد دي او دوی بشري حقونو ته هیڅ درناوی نه لري.