نورستان کې د يوې شخصي دښمنۍ له امله د يوې ښځې په ګډون درې کسان وژل شوي دي

راپورونه وايي، په نورستان کې یوه ښځه او دوه نارینه د شخصي دوښمنۍ پاللو له امله په ډزو وژل شوي دي. دا پېښه د نورستان ولايت د نورګرام ولسوالۍ په «میري» سیمه کې د دوو کورنيو ترمنځ د شخصي تربګنۍ پاللو پايله کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې، د پېښې عاملين له سيمې تښتېدلي دي، د طالبانو ځايي مسوولينو د پېښي د پخلي ترڅنګ د عاملينو د لټون خبره کړې ده.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د شخصي دښمنیو پاللو پېښې زیاتې شوي دي چې د نارينه وو ترڅنګ پکې ښځې او ماشومان هم قرباني کېږي. څه موده وړاندې په خوست کې هم د يوې شخصي دښمنۍ پاللو پېښه کې د ۳ ښځو او څو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۱۳ غړي وژل شوي وو.

پیعام