طالبانو غزني کې د يوې ښځې په ګډون دوه کسان د زنا په تور په دورو وهلي

د طالبانو سترې محکمې په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې پرون يکشنبه د سلواغې ۲۱مه نېټه د غزني ولايت په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدايه محکمې دوه تنه د زنا په تور په عام محضر کې په دورو وهلي دي.

د خبرپاڼې له مخې دغه دوه کسان ۳۹- ۳۹ دورې وهل شوي او په ۳ - ۳ کاله او شپږ - شپږ‌ مياشتو تنفيذي بند محکوم شوي دي.
که څه هم د طالبانو سترې محکمې د دغو کسانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي خو مېرمن ميډيا له ځايي سرچينو مالومات ترلاسه کړي چې په محکوم شویو دوو کسانو کې يوه ښځه ده.


پیعام