د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان په ګډون په ۲۰ هېوادونو کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي

د ناروې د کډوالو شورا وايي چې د امریکا د مالي مرستو د ځنډېدو له امله يې په ۲۰ هېوادونو کې، چې افغانستان هم پکې شامل دی، خپل فعالیتونه ځنډولي دي. 

دې شورا د دوشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۲مه، په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې دغه اداره په خپل تاریخ کې هیڅکله داسې پریکړې ته اړه شوې نه وه. 

د اعلامیې له مخې، د دې ادارې کارکوونکي په افغانستان کې اړ شوي چې ښځو، نجونو او هغو کورنیو ته د مرستو رسول ودروي چې لا هم په بې نظمه توګه د امريکا د وتلو اغیزې تجربه کوي. 

د ناروې د کډوالو شورا د امریکا په ځنډول شوو مرستو کې د ژغورنې مرستو لپاره د معافيت هرکلی کړی دی، خو زیاته کړې يې ده چې دا شورا په دې معافیت کې نه شامله ده. دې ادارې د امریکا د مالي مرستو د دوام غوښتنه کړې ده. 

دا په داسې حال کې ده چې د ناروې د کډوالو شورا رییس يان ايګلند له دې مخکې افغانستان ته سفر کړی و او د دې هېواد د بشري بحران په اړه یې خبرداری ورکړی و.

پیعام