
په ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ؛ افغانې نجونې په تدريجي توګه له زده کړو منعې او د «امرثاني» انتظار کوي!
نن د فبرورۍ ۱۱ د ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده. دا ورځ په داسې حال کې راځي چې په افغانستان کې لا هم ښځې او نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته له لاسرسي څخه محرومې دي.
په ساینس کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ په ۲۰۱۵ کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ لخوا په ساینس، ټیکنالوژۍ، انجینرۍ او ریاضي کې د ښځو او نجونو د رول اهمیت په ګوته کولو لپاره ټاکل شوې ده چې په ټوله نړۍ کې لمانځل کېږي.
د دې طرحې موخه د بنسټیزو، تخنیکي او انجینري علومو زده کړې ته د نجونو هڅول، په ساینس کې د ښځو د مساوي ګډون ملاتړ، د ساینس نړۍ ته د ښځو د ننوتلو په وړاندې د ټولنیزو او کلتوري خنډونو لرې کول او د جنسیتي تبعیض له منځه وړل دي.
خو په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نجونې او ښځې په تدريجي توګه له زده کړو محرومې کېږي په ۲۰۲۱ کال کې نجونې له ښوونځيو، په ۲۰۲۲ کال کې له پوهنتونونو او په ۲۰۲۴ کال کې له روغتيايي زده کړو منعې شوې.
د دې ټولو بنديزونو وروسته اوسمهال افغانې نجونې يوازي په ديني مدرسو کې د زده کړو اجازه لري او د عصري زده کړو په برخه کې د هبت الله اخندزاده د جواز او نه جواز امر ته د طالبانو په اصطلاح «امر ثاني» ته انتظار کوي.