
يونسکو سازمان د طالبانو لخوا پر بيګم راډیو بنديز ته اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو ښوونيز، او کلتوري سازمان (یونسکو) د بیګم راډیو د تړل کېدو په غبرګون کې، چې په هېواد کې د ښځو تر مدیریت لاندې یوازینۍ رسنۍ وه، اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دې رسنۍ بندېدل د ښځو د غږ خاموشه کولو او د هغوی د معلوماتو او ښوونې ترلاسه کولو د محدودولو په لور یو بل ګام دی.
دې سازمان ټینګار کړی چې د خپلواکو رسنیو شتون کمېدل، په ځانګړې توګه هغه رسنۍ چې د ښځو پر حقونو تمرکز لري، به د افغانستان ټولنې لپاره پراخې منفي پایلې ولري.
یونسکو همدارنګه له طالبانو غوښتي چې د رسنیو ازادي وساتي او په ټولنيز او کلتوري برخو کې د ښځو د حقونو ملاتړ وکړي.
د راپورونو له مخې، طالبانو د بيګم راډیو تر بندولو وروسته د دې راډیو کارکوونکي تر پوښتنو لاندې نیولي، د ښځینه خبریالانو کمپیوټرونه، هارډ ډیسکونه او ګرځنده تلیفونونه يې ضبط کړي او دوه نارینه کارمندان یې نیولي دي چې تر اوسه پورې يې برخليک نامالوم دی.