
بغلان کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي
د طالبانو تر ادارې لاندې ملي ټلويزيون د چهارشنبې په ورځ د سلواغې ۲۴مه راپور ورکړی چې د بغلان ولايت په پلخمري په ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.
د راپور له مخې، پېښه د يو پاسو موټر له سړک څخه د اوښتو او چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده چې يوه ۴۰ کلنه ښځه، يوه اووه کلنه نجلۍ او يو نهه کلن هلک پکې وژل شوي دي.
د پېښې رامنځته کېدو لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي ښودل شوې ده.