د فبروري ۱۳ د راډيو نړيواله ورځ؛ په افغانستان کې د ښځينه خبريالانو غږونه حرام بلل شوي او له دندو شړل کېږي!

نن د فبرورۍ میاشتې ۱۳مه نېټه د راډيو د نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ له نن څخه ۱۳ کاله وړاندې په ۲۰۱۲ کال کې د راډيو د اغېزناکه پاتې کېدو لپاره ټاکل شوې ده.

د ملګرو ملتونو پوهنيز، ښوونيز او کلتوري سازمان يونسکو وايي، راډيو په نړۍ کې د بېلابېلو کلتورونو د ودې او وصل لپاره اغېزناکه وسيله ده. ياد سازمان ويلي، چې راډيو د بيان ازادۍ کې هم تر نورو وسيلو مخکښه ده او په اسانۍ سره د هوا په څپو کې تر هر ښار، کلي او کور پورې خپروني رسولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو د بيا ځلې واکمنېدو راهيسي لسګونه سيمه ايزې راډيوګانې د طالبانو د بنديزونو، محدودیتونو، مالي سرچينو له لاسه ورکولو او نورو لاملونو له کبله تړل شوي دي.

تېره اوونۍ هم په کابل کې د طالبانو لخوا د بېګم په نوم د ښځو يوه راډيو وتړل شول او د دې راډيو دوه نارينه کارکوونکي ونيول شول.

همداراز د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې د طالبانو د امر بالمعروف رياستونو لخوا د ښځو د غږ حرام بللو په خاطر د راډيوګانو سلګونه ښځينه وياندويانې له دندو ګوښه شوي دي.

پیعام