طالبانو په تخار کې د زنا په تور يوه ښځه په عام محضر کې په دورو وهلې ده

 د تعزيري سزاګانو په دوام طالبانو په تخار ولايت کې يوه ښځه د زنا په تور په عام محضر کې په دورو وهلې ده.

د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د سلواغې ۲۵مه نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د تخار ولايت په ينګي کلا ولسوالۍ کې د طالبانو ابتدايه محکمې يوه ښځه د زنا په تور ۳۹ دورې وهلې او په يو کال او شپږ مياشتې تنفيذي بند يې محکومه کړې ده.

پیعام