
د افغانستان د خبريالانو مرکز: د طالبانو لخوا د سياسي خپرونو بندول د «لږ پاتې نیوکه کوونکو غږونو» ځپل دي
د افغانستان د خبريالانو مرکز د يوې اعلاميې په خپرولو سره د طالبانو د طالبانو لخوا د ټلويزيونونو پر سياسي او اقتصادي خپرونو بنديز غندلی او دا يې عمل د «لږ پاتې نیوکه کوونکو غږونو» ځپل بللی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سلواغې په ۲۳مه نېټه په کابل کې ټولو ټلويزيونونو ته په شفاهي توګه خبر ورکړی چې نور به د سياسي او اقتصادي بحثونو ګردي مېزونه نه جوړوي. د طالبانو چارواکو د ټلويزيونونو مسوولينو ته په ټينګار سره ويلي چې د اړتيا په صورت کې دې د سياسي او اقتصادي خپرونو لپاره يوازي د طالبانو وياندويان خپرونو ته ور بولي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دې پرېکړې په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او دا کړنه یې د ازادو رسنیو د ځپلو د لړۍ او د «لږ پاتې نیوکه کوونکو غږونو» د غلي کولو او د یو غږیز سیاست د پلي کولو هڅه بللې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز پخپله اعلاميه کې له طالبانو غوښتنه کړې چې هغه غیرقانوني کړنلارې لغوه کړي، چې له امله یې د رسنیو او خبریالانو حقونه پکې تر پښو لاندې شوي دي او خلکو ته اجازه ورکړي ترڅو د خپل اساسي حق (د بیان له ازادۍ) چې له دیني پلوه هم د درناوي وړ ګڼل شوې ګټه واخلي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د بيا واکمنۍ راهيسي د طالبانو حکومت شاوخوا ۲۳ د رسنيو اړوند فرمانونه او کړنلارې صادر کړي چې پر خبريالانو او رسنيو يې ګڼ محدوديتونه رامنځته کړې دي. په ځانګړې توګه د دې فرمانونو له مخې ډېره برخه محدوديتونه پر ښځينه خبريالانو دي.
تر دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلاور وزارت د روان کال د وږي مياشتې په ۳۱مه نېټه یو اته مادهییز رسمي فرمان صادر او په مکتوبي بڼه یې له رسنیو سره شریک کړ او پکې له رسنیو غوښتل شوي وو چې مرکې او بحثونه ثبت کړي او ژوندۍ خپرونې ترسره نه کړي، همداراز یوازې د حکومت له لوري تایید شوي کارپوهان خپرونو ته راوبولي او ټینګار یې کړی وو چې رسنۍ باید د طالبانو د حکومت قوانین، پالیسۍ او پرېکړې ونهننګوي او د حکومت پر چارواکو نیوکې ونهکړي.