ننګرهار کې د يوې لس کلنې وژل شوې نجلۍ جسد موندل شوی

ځایي سرچینې وایي، چې د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې د یوې لس کلنې وژل شوې نجلۍ جسد موندل شوی دی.

د سرچينو د مالوماتو له مخې، د یادې نجلۍ جسد پرون جمعه د سلواغې ۲۶مه نېټه د کامې ولسوالۍ د لنډه بوچ سيمې اړوند په چارکو  کلي کې پیدا شوی دی.

سرچینې وايي، دغه نجلۍ د چاقو په واسطه وژل شوې او بيا يې جسد د غنمو په کرونده کې غورځول شوی و، چې د ځايي خلکو لخوا پيدا او د طالبانو مسوولينو ته سپارل شوی.

د دې نجلۍ د وژنې انګېزه مالومه نه ده او نه هم د طالبانو ځايي مسوولينو د انګېزې په اړه څه ويلي دي.

پیعام