په طالبانو د جرمني بهرنیو چارو وزیرې نیوکې

په داسې حال کې چې د طالبان له واکمنېدو څخه درې کاله پوره شول، خو لاهم د انجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي پاتې دي. په دې تړاو د جرمني جګپوړې چارواکې انالینا بایربوک ویلي: د طالبانو له رژیم څخه درې کاله پوره شول خو دوی ورځ تر بلې د افغان انجونو او میرمنو هیلي له منځه وړي او هغوی نورې هم د کور کونجونو ته ورننباسي. دا په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې د طالبانو درېيم کال هم پوره شو خو دوی لاهم د ښځو د حقونو ورکولو ته نه دي تیار او هر وخت په بېلابېلو پلمو سره دغه موضوع له پامه غورځوي. نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو په وار وار سره د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د انجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي او افغانو میرمنو ته دې د کار کولو اجازه ورکړي، خو د طالبانو حکومت په دې اړه وایي: چې دا زموږ داخلي مسئلې دي او موږ چاته حق نه ورکوو چې زموږ د هېواد په کورني مسئلو کې لاسوهنه وکړي. په دې سره د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې خبر ورکړی چې نږدې له ۳۴۰۰۰ څخه زیات کسان د طالبانو له لوري د بېلابېلو ځورونو له کبله د جرمني هېواد ته راستانه شوي دي. نوموړې زیاته کړې چې دا موضوع به همداسې پرې نږدي او د خپلو همکارانو سره یوځای به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا څخه وغواړي چې د افغانستان د اوسني حالت لپاره اقدام وکړي. د طالبانو له واکمنېدو څخه درې کاله پوره شول خو لاهم هیڅ هېواد نوموړی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. په دې سره بېلابېلو بهرنیو سازمانونو د افغانستان د اوسني روان وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او وایي: دا چې طالبان بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه تر پښو لاندې کوي، ناوړه پایلې به ولري. له بلې خوا په ورته وخت کې د روادارۍ په نوم غیر دولتي بنسټ په یو راپور کې ویلي چې له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۴ کاله پورې په افغانستان کې د جنسیتي سرغړونو ۹۲۷۴ پېښې ثبت شوې دي.

ستاسو نظر