نږدې ۵۳ زره کونډې، یتیمان او معلولین له طالبانو سره راجستر دي

د طالبانو د حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په یو نوي راپور کې خبر ورکړی چې نږدې ۵۳ زرو څخه د زیاتو یتیمانو، ګونډو او معلولو کسانو نوم لیکنه شوې ده. د یاد وزارت چارواکو په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې په دې اړه ځینې ارقام هم ښودلې. نوموړي وزارت بیان کړي چې په هېواد کې د انجونو او هلکانو په شمول ۳۷۰ زره یتیمان، تر ۹۴ زرو څخه زیاتې کونډې او تر ۲۰۰ زرو پورې معلول کسان شتون لري خو دا شمیرې لا دقیقې نه دي. یاد وزارت زیاته کړې چې د نوم لیکنې لړۍ لا دوام لري او پای ته نه ده رسېدلې. د دغه وزارت چارواکو په دې بهیر کې د درغلۍ خبر هم ورکړی او ویلي یې دي: چې تېر کال نږدې تر ۲۸زرو څخه زیاتو کسانو د کونډو او یتیمونو په نوم ځانونه ثبت کړي ول چې سږ کال له دغه لیست څخه ایستل شوي دي. د یاد وزارت مرستیال عبدالحکیم حقاني د خپلو خبرو په یوه برخه کې ویلي چې د تېر کال د زمري له میاشتې څخه د سږ کال د زمري تر میاشتې پورې زموږ سره ۴۰۷ میلیونه ۳۸۲ زره افغانۍ مرسته شوي چې په نغدي یا د خوراکي توکو په شکل مو د اړو کسانو لاسنوی کړی. ښاغلي حقاني په دې غونډه کې دا څرګنده نه کړه چې د میاشتې یتیم، کونډې او معلول ته څومره تنخوا ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې ځینو اړو کسانو د یاد وزارت په مرستو نیوکې کړي، او وایي چې په مرسته کې د برخې اخیستنې لپاره د کارت اخیستل ډیر ستونزمن دي، او ځینې کسان چې بیا کارت لري نو په څو میاشتو کې حتا یو ځل هم ورته تنخوا نه ورکول کیږي. د کابل ځینې اوسېدونکو وایي: چې د طالبانو له حاکمیت څخه درې کاله تېر شول خو موږ تر اوسه له څلور ځله څخه زیاته تنخوا نه ده ترلاسه کړې. ځینې بیا په دې تړاو د درغلۍ خبر ورکوي؛ او وایي چې ځینې زورواکي له خپل واک څخه په ګټې اخیستنې سره درغلي کوي او د اړو کسانو پر ځای تنخوا او توکي ترلاسه کوي. که څه هم د هېواد د کونډو، یتیمانو او معلولینو کره احصایه شتون نه لري، خو تر کومې چې په هېواد کې ډیری وختونه جګړه روانه وه نو په وروستیو کلونو کې د دغو کسانو شمېر زیات شوی دی. طالبان هغه کسان دي چې واک ته تر رسېدو مخکې دوی د افغان پوځ پر وړاندې جګړه کوله او د دوی د جګړو له کبله د یتیمانو، کونډو او معلولو کسانو شمېر زیات شوی دی. طالبان هغه ډله ده چې حتا وروسته تر واک رسېدو هم د پخواني نظام د پوځیانو او چارواکو په وژنو تورنه ده، خو طالبانو بیا په وار وار سره دغه تورونه بې اساسه ګڼلې او ویلي یې دي چې: موږ د پخواني نظام ټولو کارکوونکو ته عمومي عفوه اعلان کړې ده.

ستاسو نظر