
د ملګرو ملتونو غونډه: «له افغانستانه تر نیویارکه: افغانې میرمنې د اقدام غوښتنه کوي»
پنجشنبه د حوت په ۲۳مه، د ملګرو ملتونو سازمان «له افغانستانه تر نیویارکه: افغانې ښځې د اقدام غوښتنه کوي» تر عنوان لاندې ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د طالبانو له لوري پر افغان نجونو او میرمنو لږول شوي محدودیتونه وڅېړل شول. دا ناسته د ښځو د مقام د نهه شپیتم کمېسیون د کلنۍ غونډې په څنډه کې جوړه شوې وه، چې د بېلابېلو هېوادونو استازو او د افغانستان ښځینه فعالانو پکې ګډون کړی و.
د کاناډا د نړیوالو سازمانونو او بشري حقونو عمومي مدیرې امي فورویا ټینګار وکړ چې د بشري حقونو د فعلانو غږ باید واوریدل شي. هغې زیاته کړه چې له د ګڼو ننګونو سربېره هم افغان میرمنې د آزادۍ، برابرۍ، او انساني کرامت لپاره مبارزې ته دوام ورکوي.
د البانیا استازې سولا جانینا وویل چې افغانې میرمنې نه یوازې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته، بلکې عملي اقداماتو ته هم اړتیا لري. هغې زیاته کړه چې هغه کسان چې له طالبانو سره په د خبرو اترو پروسه مخته وړي، باید د ښځو شتون او غږ د یوه شرط په توګه مطرح کړي.