د ملا هیبت اله لخوا د ښځو مخ او غږ باندې هم بندیز لګولی

سربېره پر هغو ټولو محدودیتونو چې د طالبانو له خوا په ښځو لګول شوي وو؛ د طالبانو مشر ملا هیبت الله د نوې قانون په خپرولو سره د ښځو پر غږ او مخ لوڅولو هم بندیز لګولی دی. دا موضوع، د هغه اعلان شوي نوي قانون په ۱۳ مه ماده کې خپره شوه چې د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري په رسمي جریده کې وړاندې شو. په دغه قانون کې ویل شوي: چې له فتنې څخه د مخنیوي لپاره د ښځې ټول بدن باید پټ شي او همدارنګه د سندرو، قرائت او نعتونو ویل که په لوړ غږ وي یا په ټیټ د ښځې عورت شمېرل کیږي چې ټولو نارینه وو ته بغیر له محرمو څخه یې ورښودل ګناه ده. په دې ماده کې زیاته شوې چې مسلمانو ښځو ته دا هم ضروري ده چې له کافرو او فاسقو ښځو څخه ستر وکړي، چې موضوع یې واجب ګڼلې او دې ته اړوند نورې مسئلې هم په دې ماده کې تشریح شوې دي. د طالبانو دغه قانونونه د هېواد د ننه او بهر له نیوکو سره مخ شوي دي. په دې موضوع اړوند د کابل یوې اوسېدونکې ویلې: چې الله پاک انسان آزاده پیدا کړی او علم په هر ښځینه او نارینه وګړي باندې فرض دی. او دا چې د طالبانو له خوا ورځ تر بلې د افغانستان په وګړو په ځانګړې توګه په ښځو ژوند سختیږي نو د دوی هدف دا دی چې دنړیوالې ټولنې پام ځانته واړوي او په زور سره خپلې واکمنۍ ته دوام ورکړي. همدارنګه د بشري حقونو په سازمان کې د آسیا د برخې مرستیالې هیدر بار ویلې: دا چې طالبان ورځ تر بلې نوي قانونو راباسي او په خلکو باندې یې په زور عملي کوي، دوی دا همت د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه ترلاسه کړی، ځکه چې دوی ته تل خبرې شوې او په عمل کې ورته څه نه دي ثابت شوي. نوموړې دا هم زیاته کړې: چې طالبانو په خپل دې وروستي فرمان سره چې د ښځو اړوند یې صادر کړی، دا وښودله چې دوی خپلې هغه ژمنې تر شا پرېښې، کومې چې دوی په دوحه کې د هغو منلو ته غاړه اېښې وه. د الازهر پوهنتون یو پخواني ښوونکي د ښځو په اړوند د دغه قانون په هکله ویلې چې طالبان په دې کارونو سره خلکو ته دین او شریعت څخه ناسم مفهوم خپروي. نوموړي زیاته کړې چې نه د اسلام به پیل کې او نه هم اوس د ښځو په اړوند داسې کوم ممانعت شته او تر کومه ځایه چې د طالبانو حکومت خپله نامشروع دی، نو د دوی دا تعبیر هم ناروا دی. یوازې دا نه، طالبانو د نارینه وو لپاره هم ځینې قوانین نافذ کړي، لکه؛ په جماعت سره لمونځ کول، د موبایل او کمپیوټر سم کارول، د ږیرې نه خرېیل او داسې نور. چې د امر بالمعروف وزارت له خوا د دغو فوانینو د پلې کولو لپاره یوه ډله هم ګمارل شوي چې حتا د دې صلاحیت لري چې سرغړونکی تر درېو ورځو پورې په بندخونو کې وساتي.

ستاسو نظر