یوه ښځینه ټولنیزه فعاله او یو خبریال د طالبانو استخباراتو نیولي دي

په کابل کې ځایي سرچینو راپور ورکړی چې د طالبانو استخباراتي ځواکونو د دویم ځل لپاره د رسا تلویزیون خبریال راشد کاشفي، او د ټولنیزو رسنیو فعاله ندیمه نور چې په «پتینګړه کاکۍ» مشهوره ده او د افغانستان-کاناډا تابعیت لري، نیولي دي.


د خپرو شوو معلوماتو له مخې ندیمه نور د چهارشنبې په ورځ، د وري په ۲۷مه، او راشد کاشفي د دوشنبې په ورځ د وري په ۲۵مه، په کابل کې نیول شوي دي. سرچینو تأیید کړې چې مېرمن نور له نیول کېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو څلویښتم ریاست (ریاست ۴۰) ته انتقال شوې ده.


د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې کاشفي دویم ځل د طالبانو له‌خوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی. دغه سازمان د هغه د وضعیت د وضاحت او بې‌قید او شرطه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.


په وروستیو کلونو کې طالبانو پر رسنیزو فعالیتونو سخت محدودیتونه لګولي دي. د افغانستان د خبریالانو مرکز د راپور له مخې یوازې تېر کال د رسنیزو حقونو د سرغړونې لږ تر لږه ۱۷۲ پېښې ثبت شوې دي، چې پکې د ۲۲ رسنیو فعالیت بندي کیدل او د ۵۰ خبریالانو نیول شامل دي.

پیعام