.jpg)
ملاله یوسفزۍ: له پاکستان څخه د افغان پناه غوښتونکو جبري اخراج د افغان مېرمنو او نجونو لپاره جدي ګواښ دی
د بشر د حقونو مشهوره فعاله او د نوبل د سولې جایزې تر ټولو ځوانه ګټونکې ملالې یوسفزۍ د پاکستان له لوري د افغان پناه غوښتونکو د شړلو په غبرګون کې ویلي چې دا کار د افغان مېرمنو او نجونو ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.
نوموړې د جمعې په ورځ، د وري په ۲۹مه، په خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) په یوه خپره کړي پوسټ کې ټینګار کړی چې زرګونه افغان پناه غوښتونکي بېرته هغه هېواد ته شړل چې د طالبانو تر واک لاندې دی، دوی له سختو خطرونو سره مخ کوي. ملالې غوښتنه کړې چې دا ډول جبري اخراج باید ودرول شي او له نړیوالې ټولنېیې غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو، په ځانګړي له ډول ښځو ملاتړ زیات کړي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) راپور ورکړی چې له ۲۰۲۳ میلادي کال راهیسې تر دې دمه، له ایران او پاکستانه له اسنادو پرته تر ۲.۴ میلیونو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته تللي دي. دا په داسې حال کې ده چې ډېری کسان له امنیتي ګواښونو او سختو ټولنیزو محدودیتونو سره مخ دي.