طالبانو په یوه اونۍ کې د ۸ ښځو په ګډون ۳۶ تنه په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی چې د روانې اونۍ په ترڅ کې یې ۳۶ تنه، چې ۸ ښځې هم پکې شاملې دي، په علني توګه په دُرو وهلي دي. دا سزاوې د بېلابېلو ولایتونو په محاکمو کې د زنا، نامشروع اړیکو، رشوت، غلا او د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور ورکړل شوي دي.


د طالبانو په وینا د دغو کسانو له جملې ځینې یې د دُرو سربېره پر څو کالو تنفیذي بند هم محکوم شوي دي.


د دې تر څنګ طالبانو تېره اونۍ په بادغیس، نیمروز او فراه ولایتونو کې څلور تنه په علني ډول اعدام کړي دي.


د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو دا ډول علني سزاوې د بشري حقونه نقض بللی، خو طالبان د دې نیوکو سربېره د خپلې جزایي پالیسۍ تطبیق ته دوام ورکوي.

پیعام