جاپان په افغانستان کې د ۶۰ زره ښځو او ماشومانو سره مرسته کړې!

‏د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ادارې اعلان کړی چې د افغانستان سره د مرستې په موخه د جاپان حکومت دې ادارې ته ۱.۵ میلیونه ډالر مرسته کړې ده. د يادې ادارې په وینا، د دې مرستې له لارې به شاوخوا ۶۰ زره ښځې، نجونې او د پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان د حیاتي خدمتونو لکه د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا ساتنې، او همدارنګه د رواني-ټولنیز ملاتړ خدماتو ته لاسرسی ومومي.


دې ادارې د دوشنبې په ورځ، د مرغومي ۲۴مه، په خپل ایکس (پخواني ټويټر) کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د جاپان مرسته په داسې وخت کې ترلاسه کېږي چې افغانستان لا هم د اوږدمهاله او مخ پر ودې بشري بحران سره مخ دی.

پیعام