
طالبانو بدخشان کې د نجونو لسګونه وړکتونونه او ښوونيز مرکزونه تړلي دي
په بدخشان کې ځايي سرچينې وايي، طالبانو د دې ولايت په مرکز فيض آباد ښار او يو شمېر اسماعيله مذهبه ولسوالیو کې د اغاخان بنسټ لخوا حمايه کېدونکي لسګونه د نجونو وړکتونونه او د انګليسي ژبې ښوونيز مرکزونه تړلي دي.
سرچينو پرون سه شنبه وويل، په دې ښوونيزو مرکزونو کې تر شپږم ټولګي ښکته نجونو ته زده کړې ورکول کېدې او لسګونه ښځینه ښوونکي پکې په دندو بوختې وې، چې د طالبانو امر بالمعروف رياست لخوا دوه اوونۍ وړاندې تړل شوي دي. د سرچينې په خبره په دې سره لسګونو ښځينه ښوونکو دندې له لاسه ورکړې او سلګونه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.
په دې ولايت کې د طالبانو ځايي مسوولينو د دغه تازه بنديز په اړه تر اوسه په رسمي توګه څه نه دي ويلي.