ملګري ملتونه: طالبانو په تېرو درې کلونو کې د ښځو پر وړاندې ۷۰ فرمانونه صادر کړي

د ملګروملتونو د ښځو څانګه وايي، طالبانو په تېرو درې کلونو کې ۷۰ فرمانونه صادر کړي چې په مستقیم ډول د ښځو او نجونو خپلواکي، حقونه او ورځنی ژوند په نښه کوي.

ملګري ملتونه وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت خورا خراب شوی دی.

د ملګروملتونو ښځو برخې پرون سه‌شنبې په یوه بیان کې وویل، په افغانستان کې د جنسیت د برابرۍ لپاره لسګونه پرمختګونه د طالبانو په امرونو له‌منځه تللي دي.

د ملګروملتونو د ښځو څانګه وایي، طالبانو په تېرو درې کلونو کې له کار کولو، زده‌کړو، پارکونو، سپورتي کلبونو او نورو عامه ځایونو ته د ښځو د مخنیوي په شمول جنسیتي بندیزونه لګولي دي.

ملګري ملتونه د یوې سروې پر اساس وايي، په افغانستان کې ۹۸ سلنه ښځې احساس کوي چې د خپلې ټولنې په تصمیم نیولو کې د دوی نفوذ محدود یا هیڅ دی او د ۶۸ سلنه افغان ښځو رواني حالت خورا بد یا بد بلل شوی دی.

ستاسو نظر