بادغيس کې په راډيوګانو کې د مېرمنو پر غږ بنديز ولګېد!

مېرمن ميډيا ته نن پنجشنبه د مرغومې ۲۷مه ځايي سرچينو وويل چې په بادغيس کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکو د رسنيو مسوولينو سره په ناسته کې خبر ورکړی چې نور به په راډيوګانو کې د مېرمنو غږ نه خپروي. د سرچينو په خبره د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکو ويلي چې دغه پرېکړه يې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د هغه قانون پر بنسټ کړې چې د ښځو غږ پکې عورت بلل شوې دی.


دا چې په راډيوګانو کې به د مېرمنو د غږ ور هاخوا په نورو برخو کې ښځې د کار کولو اجازه ولري او که نه په دې اړه څه نه دي ويل شوي.


دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې وړاندې په هرات، هلمند، خوست او ځينو نورو ولايتونو کې هم د ښځينه خبريالانو د غږ پر خپرېدو بنديزونه لګولي وو.

پیعام