
نظيفه جلالي: ما پر کرکټ د بنديز غوښتنه نه ده کړې، زما نوم پرته له اجازې د کرکټ په مخالفت کې استفاده شوی!
د افغانستان د ښځو د حقونو فعالي نظيفه جلالي نن جمعه د مرغومي ۲۸مه پر خپله ايکس پاڼه هغه ليست خپور کړی چې تېره ورځ يو شمېر مېرمنو د برېتانيا له پارلمان څخه يو ځل بيا د افغانستان پر کرکټ ملي لوبډلې د بنديز غوښتنه کړې وه. نظيفه جلالي وايي په دې ليست کې پرته له اجازې د هغې او د هغې د کورنۍ نومونه اچول شوي دي. «زه په دې اړه هيڅ خبره هم نه يم خو زما د مور، زما او زما د يوې بلې ملګري نومونه پرته له اجازې دغه ليست ته اچول شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ لسګونو افغانانو ښځو او ځوانانو د برېتانيا د پارلمان مخې ته د افغانستان د کرکټ او افغانو نجونو د زده کړو په ملاتړ لاريون وکړ، او د بريتانيا له پارلمان څخه يې وغوښتل چې سياست او سپورټ دې سره بېل کړي. « د طالبانو د عمل سزا دې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ته نه ورکول کېږي.»
په ورته مهال د کرکټ مخالفو مېرمنو دغه ليست چمتو کړی و چې اکثره نومونه پکې د همغږۍ پرته اچول شوي دي.
نظيفې جلالي پر دغو مېرمنو غږ کړی چې په راتلونکي کې دې د دې او د دې د کورنۍ د غړو له نومونو ناوړه استفاده نه کوي.