د لارنس تخنیکي پوهنتون سروې: شاوخوا ۹۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي
یوه نوې سروې چې د امریکا د لارنس تخنیکي پوهنتون له خوا ترسره شوې ښيي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې شاوخوا ۹۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي.
دغه موندنې چې د جمعې په ورځ د مرغومي په ۲۸مه خپرې شوې، همدارنګه د افغانستان روغتيايي وضعيت يې هم نازک ښودلی چې له مخې يې په سلو کې ۸۴ سلنه افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
په ورته مهال د طالبانو لخوا د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې يو شمېر مرستدويه غذايي او روغتيايي مؤسسې تړل شوي دي، چې دغه وضعيت يې نور هم د خطر سره مخ کړی دی.
د شنونکو په باور په افغانستان کې د غذايي او روغتيايي بحران تر ټولو ډېر زيان افغان مېرمنو په ځانګړي توګه مور او نوي زېږېدلي ماشوم ته رسېږي.