
عباس ستانکزی: پر افغان نجونو د زده کړو بنديز د شريعت نه بلکي د هبت الله د طبيعت خلاف دی!
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزی وايي، پر افغان نجونو د زده کړو بنديز هيڅ شرعي جواز نلري. نوموړی د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده لخوا دغه بنديز ته په اشارې وايي، د نجونو پر زده کړو بنديز د طبيعت له وجې دی، نه د شريعت.
عباس ستانکزي پرون شنبه د مرغومي ۲۹مه يوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د نجونو د زده کړو بندولو ته هېڅ بهانه نشته او بايد ژر تر ژره د ټولنې دغه ۲۰ ميليونه نيمايي قشر ته خپل حق ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ملا هبت الله اخندزاده تر دې وړاندې ټولو طالب مشرانو ته امر کړی و چې نور دې د نجونو د زده کړو په اړه څرګندونې نه کوي.