کابل کې د "اخلاقي فساد" په تور د طالبانو لهخوا اووه کسان د دوو مېرمنو په شمول نیول شوي.
په کابل کې د "اخلاقي فساد" په تور د طالبانو لهخوا اووه کسان د دوه ښځو په شمول نیول شوي.
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت خبر ورکړی چې د یاد وزارت له لوري د کابل ولایت له بېلابېلو سیمو څخه اووه کسان چې دوه یې ښځې دي د اخلاقي فساد د ترسره کولو په تور نیول شوي.
نوموړي وزارت زیاته کړې چې دغه کسان یې پرون سه شنبه د عقرب په ۸ مه د کابل ښار له ۲۲ ناحیو څخه نیول شوي.
دغه وزارت ويلي، چې یاد کسان تر څېړنو وروسته اړوندې ادارې ته سپارل شوي دي.
په دې اړه د طالبانو له لور نور جزئیات نه دي وړاندې شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې څخه څو میاشتې وړاندې د نوموړي وزارت مسوولینو په تخار کې هم ۱۷ ډوډۍ پلورونکې مېرمنې د «اخلاقي فساد» په تور نیولې وې.