د افغانستان د ښځو کرکټ ملي لوبډلې په اسټراليا کې د ښځو د بې پولې کرکټ لوبډلې پر وړاندې لوبه وبايلله

د افغانستان د ښځو کرکټ ملي لوبډلې نن پنجشنبه د سلواغې ۱۱مه د اسټراليا په مېلبورن ښار کې د ښځو د بې پولې کرکټ لوبډلې پر وړاندې تمريناتي لوبه وبایلله.

افغان ښځینه لوبغاړو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې سيالې لوبډلې ته د ۱۰۴ منډو هدف وټاکه، د افغانستان په لوبغاړو کې تر ټولو ډېرې منډې شازیې ځاځۍ  ۴۰ منډې، نیلاب ستانکزۍ ۱۳ منډې، شکريې نوري ۹ منډې او فريبا هوتک ۷ منډې وکړې.

د ښځو د بې پولې کرکټ لوبډلې دا هدف په شلم اور کې پوره او لوبه یې وګټله.
فریبا هوتک، شبنم احسان او شفیقې نورزۍ د مقابلې لوبډلې یوه-یوه لوبغاړې وسوځوله.

دا د جمهوري دولت تر سقوط وروسته د افغان ښځينه کرکټ ملي لوبډلې لومړۍ لوبه وه چې د اسټراليا په مېلبورن ښار کې د ښځو د بې پولې کرکټ لوبډلې پر وړاندې د اسټراليا کرکټ بورډ په مالي ملاتړ تر سره شوه. د افغانستان د کرکټ ښځينه لوبغاړې نيلاب ستانکزۍ پرون ويلي وو چې هيله لري په راتلونکي کې دغه ډول نورې لوبې هم تر سره کړي.

پیعام