
ننګرهار کې يوې مور ۴ اولادونه زېږولي!
مېرمن ميډيا ته له ننګرهار څخه يوې سرچينې وويل چې په ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون کې یوې مور په يو ځل څلور ماشومان زیږولي چې دوه یې نجونې او دوه هلکان دي.
د ياد روغتون داکټران وایي، د مور او ماشومانو روغتیایي له خطره وتلی دی او دا مهال د کوچنیانو په وارډ کې د جدي پاملرنې لاندې بستر دي چې د روغتيايي وضعيت تر ښه باوري کېدو وروسته له له روغتونه رخصت شي.
یاده مور د ننګرهار ولايت د شیرزادو ولسوالۍ اوسیدونکې ده، او د مرستندويه بنسټونو څخه يې هيله څرګنده کړې چې د ماشومانو تر لويېدو پورې دې ور سره د مغزي خوړو او روغتيايي درملو همکاري وکړي.