
طالبانو کاپيسا کې د يوې ښځې په ګډون دوه کسان د زنا په تور په دورو وهلي دي
د طالبانو سترې محکمې نن پنجشنبه د سلواغې ۱۱مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د کاپيسا ولايت د دويمې حصې ولسوالۍ د ابتدايه محکمې د حکم پر بنسټ د يوې ښځې په ګډون دوه تنه د زنا په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.
د خبرپانې له مخې دغه ښځه او سړی له ۲۲ تر ۳۹ دورو وهل شوي او په شپږ - شپږ مياشتې تنفيذي بند محکوم شوي دي.