په کندهار ولايت کې يوې ځوانې ناوې ځان وژنه کړې

 د کندهار سیمه ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې یوې ځوانې ناوې ځان زندۍ کړی او ځان وژنه يې کړې ده. دا پېښه د جمعې په ورځ د سلواغې په ۱۲مه د ژړۍ ولسوالۍ په سنځري کلي کې شوې ده.


 د سرچينو د مالوماتو له مخې، دغه ښځه شپږ مياشتې وړاندې واده شوې وه او د خپل خاوند په کور کې يې ځان وژنه کړې ده. که څه هم د دغې ښځې د ځان وژنې اصلي لامل مالوم نه دی، خو سرچینې وايي، چې له خپل خاوند سره يې له ډېرې مودې راهیسې شخړه وه. 


 په کندهار کې طالب چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي. واک ته د طالبانو د بيا ځلې راتګ وروسته د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي. کورنی تاوتریخوالی او ټولنیز محدودیتونه په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو لګول شوي محدودیتونه د ښځو او نجونو د ځان وژنې له اصلي لاملونو څخه ګڼل کیږي.

پیعام